۰

خلیلزاد له ترکمن چارواکو سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۲
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر مسکو او تاشکند وروسته ترکمنستان ته تللی او له ترکمن چارواکو سره یې هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد له ترکمن چارواکو سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تر مسکو او تاشکند وروسته ترکمنستان ته تللی او له ترکمن چارواکو سره یې هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زلمي خلیلزاد د ترکمنستان له چارواکو سره د افغان سولې په اړه د تفصلي خبرو، خبر پر خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی دی.

د نوموړي په ټوېټرپاڼه لیکل شوي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره یې په عشق آباد کې د افغان سولې په اړه په تفصیل سره خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي په دې ناسته کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د افغان سولې لپاره به په ګډه کار وکړي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

باید و ویل شي، چې ښاغلي خلیلزاد تر دې وړاندې د ازبکستان او تر هغې وړاندې له روسي چارواکو سره هم پر افغان سولې خبرې کړې وې او دغه لیدنې یې مثبتې ارزولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي