سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان پوځ یو قوماندان د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
چاودنه تېره ورځ سه شنبې د لیندۍ ۲۰ مه مازیګر مهال د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د شیوان په سیمه کې د افغان پوځ د یوه کنډک د قوماندان پر موټر شوې ده.
د فراه د ولایتي شورا غړي شاه محمود نعمي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو د کنډک یو قوماندان وژل شوی او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
نوموړي د دغه قوماندان نوم په دګه نه کړ خو ویې ویل، چې ماین د وسله والو طالبانو له خوا د سړک د غاړې اېښودل شوی وو.
د فراه مرستیال والي موسی نظري هم د دغه چاودنې پخلی کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جمهورخبري آژانس:یحی فولادي