۰

پاکستان یو پخوانی وزیر او ورور یې د فساد په تور نیولي دي

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د رېل پټلۍ پخوانی وزیر او د دغه ورور د مالي فساد په تور نیولي او محکمې یې ضمانت هم رد کړی دی.
پاکستان یو پخوانی وزیر او ورور یې د فساد په تور نیولي دي
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د رېل پټلۍ پخوانی وزیر او د دغه ورور د مالي فساد په تور نیولي او محکمې یې ضمانت هم رد کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د څار بنسټ خواجه سهد رفیق او د هغه ورور سلمان رفیق نیولي او د هغوی مدافع وکیل ویلي، چې د لاهور د محکمې له خوا د هغوی ضمانت هم رد شوی دی.

د پاکستان د رېل پټلۍ دغه پخوانی وزیر او ورور یې د پیراګون په نوم په یوه پروژه کې په فساد تورن او د پاکستان د څار بنسټ له خوا ونیول شول.

باید و ویل شي، چې خواجه سعد رفیق د پاکستان د رېل پټلۍ پخوانی وزیر او د نواز مسلم لیک ګوند یو له مخکښو غړو څخه دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي