د افغانستان درې سلنه یخچالونه ویلي شوي دي

21 قوس 1397 ساعت 13:33

د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، په وروستیو څو کلونو کې د وچکالیو او د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان درې سلنه طبعي یخچالونه ویلې شوي دي.


د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، په وروستیو څو کلونو کې د وچکالیو او د اقلیم د بدلون له امله د افغانستان درې سلنه طبعي یخچالونه ویلې شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه کابل کې د د غره د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړې.

په افغانستان کې د غره د نړیوالې ورځې لمانځغونډه په لومړي ځل د کرنې اوبولګولو، برېښنا او اوبو وزارتونو او د چاپېریال ساتنې د ادارې له خوا په ګډه جوړه شوې ده.

په دغه غونده کې د کرنې وزارت د طبعي سرچینو عمومي رییس محمد رفیع قاضي زاده و ویل، چې د افغانستان په غرونو کې تر ۴ زرو پورې یخچالونه جوړ شوي دي، چې په دې ورستیو کې د اقلیم د بدلون او هوا د ګرمېدو له امله درې سلنه یې ذوب یا ویلي شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که د دغه ستونزې د مخنیوي له پاره جدي او بېړني اقدامات تر سره نه شي لرې نه ده، چې په نېږدې راتلونکې کې دغه ټول یخچالونه ویلي شي، چې ورسره به وچکالي نوره هم زیاته شي.

د هغه په وینا د افغانستان د اوبو مدیریت یوې جامعې طرحې ته اړتیا لري تر څو یې پر مټ د غرنیو یخچالونو د ویلې کېدو مخه ونیول شي.

د کرنې وزارت د اوبو لګونې او طبعیي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان د خلکو یوه لویه ستونزه همدا ده، چې له طبعي سرچینو یې په سمه او علمي توګه ګټه نه ده اخستل شوې.

د نوموړې په خبره د غره د نړیوالې ورځې له لمانځلو یوه موخه همدا ده، چې د افغان حکومت چارواکي او افغان ولس د غرونو له نعمت څخه معلومت پیدا کړي او په سمه توګه ترې ګټه واخلي.

هغه و ویل، چې د افغانستان مساحت نېږدې ۷۵ سلنه غرونو چاپېره کړی او دغه راز همدا غرونه نېږدې ۸۵ سلنه د کرنیزو او خوږو اوبو او دغه راز د څړځایونو زمینه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 


د مطلب کود: 111250

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111250/

جمهور
  https://www.jomhornews.com