د ولسي جرګې ګڼ شمېر غړي وايي، د افغانستان ستونزه په اصل کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نه بلکې، ستونزه د افغانستان او پاکستان تر منځ ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو دغه څرګندونې د افغان حکومت له خوا د سولې له پاره د سولې مشورتي بورډ جوړېدو ته په غبرګون کې وکړې.
ګڼ شمېر غړو د افغان حکومت له خوا د سولې جوړ شوی مشورتي بورډ یو پر ځای ګام وباله او ویې ویل، چې په دې بورډ کې د ټولو قومونو، ګوندونو او سمتونو غړي شتون لري.
په ولسي جرګه کې د اروزګان ولایت استازي عبدالله بارکزي و ویل که څه هم په دې بورډ کې پر ځای او اغېز لرونکې څېرې ټاکل شوې خو د لا بډاینې له پاره به یې ښه وي، چې فاروق اعظم، قاضي محمد امین وقاد، د حضرت صیب کشر زوی، ملا سلام ضعیف، وکیل احمد متوکل، مولوي معتصم آغا جان ته هم ځای ورکړل شي.
دغه راز د ولسي جرګې یو بل غړي ډاکتر محی الدین مهدي هم د دغه بورډ د غړو ټاکنه پر ځای وبلله خو ټینګار یې دا وو چې یاد بورډ باید له پاکستان سره اساسي ستونزې حل کړی او له پاکستان سره د سولې هڅې وکړې.
ځکه د ده په وینا د افغانستان ستونزه په اصل کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نه بلکې د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه ده.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د سولې مشورتي بورډ باید له پاکستان سره د ډېورنډ کرښې په اړه ستونزه حل کړي، ځکه که دغه ستونزه حل شي، له طالبانو سره هم ستونزه حل کېدای شي.
ډاکتر مهدي زیاته کړه، چې که د افغانستان او پاکستان تر منځ دغه ستونزه په اساسي شکل حل شي نو طالبان به هم د حزب اسلامي په شان د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
باید و ویل شي، چې افغان حکومت پرون د سولې د مشورتي بورډ د کاري کمېټو او د دغه بورډ د غړو نوملړ اعلان کړ، چې په کې د ولسمشر غنی، د هغه د مرستیالانو، ډاکتر عبدالله او د هغه د مرستیالانو په ګډون ګڼ حکومتي چارواکي، جهادي مشران او سیاسي څېرې یې برخه دي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني