د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند وايي، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د رایو شمېرلو پروسه له ځنډ وروسته بېرته پیل شوې ده.
د یاد کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي
جمهور خبري آژانس ته په یوه مرکه کې و ویل، چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.
نوموړي زیاته کړه«له نېکه مرغه د شکایتونو کمېسیون د ټاکنو د خپلواک کمېسیون برحقه غوښتنې ته لبیلک و ویلو، او له ۷ ورځې ځنډ وروسته نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه د کابل د رایو بیا شمېرنه پیل شوه.»
د هغه په وینا د کابل د رایو بیا شمېره ۹۰ سلنه د بن بست څخه وړاندې تر سره شوې وه او یوازې ۱۰ سلنه یې پاتې وهو چې په دې ځل بیاشمېرنې سره به دغه پروسه په بشپړه توګه تکمیل او د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون چارواکو هم د دې خبرې پخلی کړی، چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د کابل د رایو د بیا شمېرنې پر سر موافقې ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د کابل د حوزې د ولسي جرګې ټولې رایې باطلې اعلان کړې وې.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض