۰

تېرېزا مې بیا د برېتانیا لومړۍ وزیره شوه

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۸
د برېتانیا لومړۍ وزیر تیریزا می یو ځل بیا له خپل واکمن محافظه کاره ګوند د باور رایه تر لاسه او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شوه.
تېرېزا مې بیا د برېتانیا لومړۍ وزیره شوه
د برېتانیا لومړۍ وزیر تیریزا می یو ځل بیا له خپل واکمن محافظه کاره ګوند د باور رایه تر لاسه او د دغه هېواد لومړۍ وزیره شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغې مې د یو شمېر خپلمنځي جنجالونو او مخالفتونو وروسته پرون پر دې توانېدلې، چې له خپل ګونده د باور رایه تر لاسه کړي.

په تېره یوه اونۍ کې په ګوند دننه جنجالونه دومره ډېر شول چې د تیریزا مې مشري‌ یې هم تر پوښتنې لاندې راوسته.

خو پرون چارشنبه ناوخته د برېتیانیا په پارلمان کې د واکمن ګوند وکیلانو د لومړۍ وزیرې د برخلیک ټاکلو لپاره د رایو صندوق کېښود. په پایله کې یې ۲۰۰ وکیلانو د هغې د تائید او ۱۱۷ د هغې مخالفه رایه ورکړه.

د تیریزا می او د ګوند تر منځ مخالفتونه یې له اروپایي ټولنې د برېتانیا د وتلو پر سر و او دغه ګوند یې سره پاشلی دی.

په ګوند کې د هغې مخالفین پرې نیوکه کوي، چې ولې یې له اروپايي ټولنې سره د برېتانیا د بېلتون په اړه مناسب تړون نه دی لاسلیک کړی.

په ګوند کې مخالف غړي وايي، مېرمن می باید له اروپایي مشرانو سره پر دغه تړون له سره لا ډېرې چنې ووهي.

ټاکل شوې چې تیریزا می نن پنجشنبه په بروکسل کې له اروپایي مشرانو سره وګوري او د شوې هوکړې په اړه ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي