۰

امریکا له پاکستانه د امریکا غږ د ویب پاڼې د فعالولو غوښتنه کړې

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
پاکستان په دغه هېواد کې د امریکا غږ پر پښتو او اردو ویپاڼې له دې امله بندیز لګولی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راپورونه او ویډیوګانې یې خبرې ولې.
امریکا له پاکستانه د امریکا غږ د ویب پاڼې د فعالولو غوښتنه کړې
پاکستان په دغه هېواد کې د امریکا غږ پر پښتو او اردو ویپاڼې له دې امله بندیز لګولی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ راپورونه او ویډیوګانې یې خبرې ولې.

خو د پاکستان دغه اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په کلکه غندل شوی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې یادې ویبپاڼې بېرته فعالې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ ویلي، د پاکستان له خوا د امریکا غږ د پښتو او اردو څانګو د ویبپاڼو بندېدو امریکا اندېښمنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت باید د بیان آزادۍ د نړیوالو قوانینو په وړاندې د خپل قانوني مسوولیت درناوی وکړي او بندې شوې ویبپاڼې دې فعالې کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي