خلیلزاد به د ناټو عمومي شورا ته د افغان سولې په اړه راپور ورکړي

22 قوس 1397 ساعت 10:12

ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو عمومي شورا ته د افغان سولې په اړه معلومات ورکړي.


ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو عمومي شورا ته د افغان سولې په اړه معلومات ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ښاغلی خلیلزاد به نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه بروکسل ته ولاړ شي او هلته به د ناټو عمومي شورا ته د افغان سولې په تړاو خپل راپور وکړې کړي.

زلمی خلیلزاد چې تر دې وړاندې یې د افغان سولې په تړاو اسلام آباد، کابل، مسکو، تاشکند او عشق آباد ته هم سفرونه کړي و، د دغه سفرونو او له چارواکو سره د خبرو معلومات د رپوټ تر څنګ په یوه وینا کې د ناټو عمومي شورا ته واوروي.

ښاغلی غلیلزاد له تېرو څو ورځو راهیسې له روسي، ازبک او ترکمن چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړې او دغه هېوادونه ته یې خپل سفرونه ګټور بللي دي.

نوموړی به بروکسل کې د ناټو له عمومي شورا سره تر خبرو وروسته متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفرونه وکړي او هلته به د دغه هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

که څه هم تر اوسه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ښکاري چې خلیلزاد به په قطر کې د طالبانو د استازو سره هم وګوري او پر سوله به ورسره خبرې وکړي.

باید و ویل شي، چې دا د افغان سولې په اړه د سیمې هېوادونو ته د خلیلزاد درېیم سفر دی، چې تر سره کوي یې.

هغه په خپل لومړني او دوهم سفر کې هم له افغان، پاکستاني، سعودي، اماراتو او قطر چارواکو او دغه راز له طالب استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111274

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111274/

جمهور
  https://www.jomhornews.com