۰

ولسمشر غني د هرات حلقوي سړک پرانسته وکړه

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۰
د هرات ولایت حلقوي سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.
ولسمشر غني د هرات حلقوي سړک پرانسته وکړه
د هرات ولایت حلقوي سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا په رسمي ډول پرانستل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې دا مهال په هرات ولایت کې د دی د دغه سړک د پرانستو په مراسمو کې و ویل، چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې په دغه ولایت کې نړیواله ترافیکي لار بنده وه، چې نن د دې حلقوي سړک په پرانستو سره دغه ستونزه حل شوه.

دغه سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري د ۲۲.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې نن په رسمي ډول پرانستل شوه.

یاد سړک هرات ولایت د لاجوردو له لارې سره نښلوي، چې ټاکل شوې نن د همدې لارې د افغان سوداګریزه توکو لومړنۍ جوپه ترکیې ته ولېږدول شي.

د لاجوردو لار په ۲۰۱۲ کال کې د افغان دولت له لوري د ترانزیټي، سوداګریزې او ترانسپورټي همکاریو د پراختیا د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې تر منځ د سوداګریزه توکو او صادراتو او وارداتو د بیو د کم لګښت او د لارې د لنډوالي په موخه د سمندري لارې بدیل وټاکل شو.

د یادې لار پر سر له څو کلونو راهیسې د یادو هېوادونو تر منځ خبرې اترې او پر تخنکي چارواکو یې بحث روان و، چې بالااخره په ۲۰۱۶ کال کې پرې موافقه وشوه او په ۲۰۱۷ کال کې د ریکا په غونډه کې یې تړون لاسلیک شو.

دغه ترانزیټي دهلیز د فاریاب ولایت له آقینې بندر او د هرات ولایت له تورغونډۍ بندر څخه شور، د ترکمن باشي د بندر له لارې ترکمنستان، او د خزر بحیرې له لارې د آذربایجان پلازمنې باکو، له هغې وروسته د ګرجستان پلازمنې تفلیس تر پوتي بندره او د تورې بحیرې له باتومي، د قارص له ښار څخه په تېرو د ترکیې د استانبول تر بندرونو او په پای کې تر اروپا پورې رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي