۰

فراه کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فراه کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، فراه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې بهرنیو ځواکونو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه مازیګر مهال د فراه ښار لوېدیځ ته پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، بهرنیو ځواکونو هغه مهال پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه وکړل، چې د شبکوه ولسوالۍ ته تلونکي افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو له کمین سره مخ شول.

د هغه په وینا د جګړې پر مهال بهرنیو ځواکونو پر طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، په وژل شویو کسانو کې د مولوي عبدالعزیز مشهور په یاسر او ملا ناصر په نومونو دوه مشهور طالب قوماندان هم شامل دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې د طالبانو په راکټي برید کې د افغان ځواکونو دوه هاموي ټانګونه هم له منځه وړل شوي خو مرګ ژوبله نه لري.

خو د فراه د ولایتي شورا غړی شاه محمود نعیمي وايي په دغه جګړه کې ۷ طالبان او ۱۰ د افغان پوځ سرتېري وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:یحی فولادي
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي