د میدان وردګو سید آباد کې ۸ وسله وال وژل شوي دي

22 قوس 1397 ساعت 11:02

ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په میدان وردګو ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۱۱ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت دغه راز وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com