۰

دفاع وزارت غزني کې هم د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
ملي دفاع وزارت وایي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت غزني کې هم د ۱۳ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی
ملي دفاع وزارت وایي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه بله خبرپانه کې ویلي، دغه عملیات پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه د غزني په قرباغ او اندړو ولسوالۍ کې تر سره شوي دی.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د یوه سیمه ییز قوماندان عبدالااحمد په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور نیول شوي دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیاتو کې د وسله والو یو عراده موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم د غزنی په واغذ ولسوالۍ کې د ۵۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي