۰

دفاع وزارت وایي په ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۵
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۷۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت وایي په ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۷۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې.

د سرچینې په وینا، افغان ځواکونو ۱۵ ګډ چاڼیز او ۱۰۱ ځانګړي کمانډويي عملیات د هېواد په شپاړسو ولایتونو کې تر سره کړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوی دا عملیات، په ننګرهارو لغمان، کونړ، میدان وردګ، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، زابل، کندهار، هلمند، فراه، غور، بادغیس، سمنګان او فاریاب ولایتونو کې تر سره شوی دی.

خبرپانه زیاتوي، په دې ټولو ولایتونو کې ۵۲ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۴ نور ټبیان شوي دي، چې ځینې قوماندانان یې هم په کې شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي