۰
ولسمشر غني د لاجورد لارې د پرانستې په مراسمو کې!

موږ وصل غواړو نه فصل د یادې لارې پرانستل د هند د نیمه لویې وچې سره د لارو بندېدو په مانا نه دي

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۹
ولسمشر غني د لوړ پوړو افغان او بهرنیو چارواکو په ګډون په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د لاجورد د ترانزیټي او سوداګریزې لارې پرانسته وکړه.
موږ وصل غواړو نه فصل د یادې لارې پرانستل د هند د نیمه لویې وچې سره د لارو بندېدو په مانا نه دي
ولسمشر غني د لوړ پوړو افغان او بهرنیو چارواکو په ګډون په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د لاجورد د ترانزیټي او سوداګریزې لارې پرانسته وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن پنشنې د لیندۍ ۲۲ مه د همدې لارې او دغه راز په هرات کې د یو شمېر نورو بنسټیزه پروژو د پرانستې لپاره دغه ولایت ته تللی وو.

هغه لومړی د هرات ولایت د حقلوي سړک او له هغې وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې لوړ پوړي افغان او بهرني چارواکي هم په کې و، د لاجوردو لار پرانسته.

ښاغلي غني د دغه لارې د پرانستو په مراسمو کې و ویل، چې افغانان له نړیوالو سره د وصل اړیکې غواړي نه ده فضل نو ځکه یې د داسې یوې مهمې ترانزیټي او سوداګریزې لارې د جوړېدا له پاره کلونه هڅه وکړه.

ولسمشر غنی د لاجوردو لار پرانسته د افغانستان د اقتصادي او سوداګریز پراختیا او دغه راز د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اړیکو ټینګولو په برخه کې یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله.

د دې لارې په پرانستو سره به نن د لومړي ځل لپاره د افغان سوداګریزه توکو بستې له همدې لارې ترکیې ته ولېږدول شي، چې په کې وچې مېوې او مالوچ شامل دي.

ښاغلي غني په دې مراسمو کې و ویل«نن زموږ د هدف پر وړاندې یو تر ټولو لوی خنډ د دې لارې په پرانستو سره لرې شو، د سیمې هېوادونو کې د افغانستان په ترانزیټي څلور لارې بدلولو په برخه کې لومړی ګام واخستل شو، ۱۴ کاله وړاندې به ویل کېدل، چې که په افغانستان یوه لار وتړل شي د خوړلو ډوډۍ به پیدا نه کړي، خو نن موږ په یوه لار تکیه نه ده کړې، له انزاو مو ځان ایستلی او انزوا نه غواړي، بلکې د همکارۍ اړیکې غواړو.»

نوموړي دا هم و ویل، چې د لاجوردو لار پرانستل له جنوبي آسیا سره د لارو بندولو په مانا نه دي، بلکې موخه دا ده، چې جنوبي آسیا له قفقاز او اروپا سره ونښول شي، ځکه افغانستان د فصل نه بلکې د وصل هدف لري.

ولسمشر غني د لاجورد لارې د جوړېدو په برخه کې له ترکمنستان، آذربایجان او ترکیې هېوادونو له همکاریو هم مننه وکړه او ویې ویل، که د دغه هېوادونو پانګونه نه وای، افغانستان له ترکیې او اروپا سره نه شوای نښلول کېدای.

د ښاغلي غني په وینا دغه همکارۍ د دې ښکارندوی دي، چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په راتلونکې باوري دي او له دې وروسته به د افغانستان انګور، مرمر ډبرې، زعفران، انار او نور توکي له همدې لارې تر اروپا ورسېږي.

افغان ولسمشر و ویل، چې له مخکې به د افغانستان د توکو لېږده د آذربایجان له لارې ۲۴ ورځې وخت نیوه خو د دې لارې په پرانستو سره دغه واټن دوه ورځو ته رالنډ شو.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې اوس توپ د پانګوالو په میدان کې دی او زمینه ورته برابره شوې ده او وبه کتل شي، چې دوی په څومره قوت سره له دې څخه ګټه پورته کولای شي.

د لاجوردو لار په ۲۰۱۲ کال کې د افغان دولت له لوري د ترانزیټي، سوداګریزې او ترانسپورټي همکاریو د پراختیا په موخه د افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګرجستان او ترکیې تر منځ د سوداګریزه توکو او صادراتو او وارداتو د بیو د کم لګښت په موخه د سمندري لارې بدیل وټاکل شو.

د یادې لار پر سر له څو کلونو راهیسې د یادو هېوادونو تر منځ خبرې اترې او پر تخنکي چارواکو یې بحث روان و، چې بالااخره په ۲۰۱۶ کال کې پرې موافقه وشوه او په ۲۰۱۷ کال کې د ریکا په غونډه کې یې تړون لاسلیک شو.

دغه ترانزیټي دهلیز د فاریاب ولایت له آقینې بندر او د هرات ولایت له تورغونډۍ بندر څخه شور، د ترکمن باشي د بندر له لارې ترکمنستان، او د خزر بحیرې له لارې د آذربایجان پلازمنې باکو، له هغې وروسته د ګرجستان پلازمنې تفلیس تر پوتي بندره او د تورې بحیرې له باتومي، د قارص له ښار څخه په تېرو د ترکیې د استانبول تر بندرونو او په پای کې تر اروپا پورې رسېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي