۰
عمر داودزی ولسوالانو ته!

ډېر ژر به سوله راشي دا خبره د سیمې خلکو ته ورسوۍ

پنجشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۸
د سولې د عالي شورا د دارلاانشا رییس او په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشرۍ ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وايي، سوله به ډېر ژر راشي.
ډېر ژر به سوله راشي دا خبره د سیمې خلکو ته ورسوۍ
د سولې د عالي شورا د دارلاانشا رییس او په سیمه ییزه چارو کې د ولسمشرۍ ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وايي، سوله به ډېر ژر راشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي، چې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۱ مه ماښام مهال د سولې په اړه د ولسوالانو د ملي کنفرانس په پای غونده کې وینا کوله و ویل، چې د سولې خبرې نتیجه ورکوي او سوله ډېر ژر راتلونکې ده.

هغه په خپلو خبرو کې ولسوالانو ته وویل«د سولې خبرې پایله ورکوي، ډېر ژر به سوله وشي، دغه پیغام د سیمې خلکو ته ورسوۍ.»

نوموړي و ویل، چې افغان تل پاتې او عادلانه سوله غواړي، چې په راتګ سره به یې د افغانانو تر منځ ملي یووالي نور هم ټینګ شي.

خو ټینګار یې دا و، چې سوله باید د قانون په چوکاټ کې د افغان ولس د غوښتنو او نړیوال تضمین سره سم د افغان دولت په مالکیت رامنځ ته شي.

باید و ویل شي، چې ښاغلی داودزی درې ورځې وړاندې د ولسمشر له خوا د خپل ځانګړي استازي او د سولې عالی شورا د دارلاانشا د رییس په توګه وټاکل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي