ترکیه کې د ترافیکي پېښې له امله ۴۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

22 قوس 1397 ساعت 13:37

راپورونه وايي، ترکیه کې یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.


راپورونه وايي، ترکیه کې  یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د لیندۍ ۲۲ مه سهار وختي د ترکیې پلازمېنه انقره کې رامنځ ته شوې ده.

د انقرې چارواکي وايي، پېښه د ریل کاډي په یوه تم ځای کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ګړندي ریل د یوه تخیکي ریل ګاډي سره چې د رېل پټلۍ د کنټرول چارې یې تر سره کولې ټکر وکړ.

د انقرې د چارواکو په وینا په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 111290

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111290/

جمهور
  https://www.jomhornews.com