۰

بلخ کې پر لمونځ کوونکو په وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۸
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو بلخ ولایت کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ناتار ډزې کړې چې له امله یې څلور تنه وژل شوي دي.
بلخ کې پر لمونځ کوونکو په وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو بلخ ولایت کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو ناتار ډزې کړې چې له امله یې څلور تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د شنګل آباد د کلي په یوه جومات کې رامنځ ته شوې.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمبر عبدالرازق قادري وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې په کې د پولیسو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې وسله وال برید کې شپږ تنه نور ټپیان شوي هم دي، خو برید کوونکی له سیمې په تېښته بریالي شوي او د نیولو پلټنې یې روانې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي