ټاکل شوې د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ دویمه ترې اړخیزه غونده کابل کې تر سره شي، چې په کې به پر افغان سولې او ځینو نورو موضوعاتو خبرې او بحث وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغه غونډه نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه کابل کې د افغانستان په کوربتوب تر سره کېږي.
په دغه درې اړخیزه دویمه ناسته کې به پر سيمه ييزې همکارۍ، سولې، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د سيمې په کچه د پرمختيايي پروژو په اړه خبرې اتري کېږي.
که څه هم د ناستې په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چین به په دې غونډه کې له پاکستاني چارواکو په کلکه وغواړي، چې د افغانستان په سوله کې ریښتینې همکاري وکړي.
ښايي په دغه ناسته کې د افغان سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د درې واړه هېوادونو تر منځ یوه هوکړه هم لالیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل