۰

کونړ ولایت کې ولسي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۲۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۰
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو او القاعده کابو ۲۰ غړي وژل شوي، خو اوسېدونکي وايي، په دې بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ ولایت کې ولسي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو او القاعده کابو ۲۰ غړي وژل شوي، خو اوسېدونکي وايي، په دې بریدونو کې ګڼو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان او بهرنیو ځواکونو د جمعې شپه (د لیندۍ ۲۳مه) د کونړ ولایت په شلتن سیمه کې بمبار او عملیات کړي دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم ویلي په دې عملیاتو کې د پنځو مهمو قوماندانانو په ګډون کابو ۲۰ طالبان او د القاعده غړي وژل شوي، چې یو هم په کې د غازي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو سرې قطعې قوماندان دی.

د کونړ والي دفتر د هوايي بمبارۍ له کبله د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم تایید کړې، خو د سر اوښتي زیان کره شمېره یې نه ده یاده کړې.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي، په دغه عملیاتو او بمبار کې چې پر پنځو کورونو شوی، لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې یو قومي مشر ملک عجب خان ویلي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې لږه برخه طالبان او اکثره ملکیان دي.

عیني شاهدانو ویلي، د ۳۰ ملکي کسانو جنازې یې کړې چې په وینا یې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه راز د کونړ د عامې روغتیا ریئس عزیز الرحمن ساپي ویلي، چې پېښې له ځایه د اسداباد ولایتي روغتون ته ۱۵ټپیان ور وړل شوي دي چې اته ماشومان، درې مېرمنې او څلور سړي پکې شامل دي.

وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په شويو عملیاتو کې وژل شوي ولسي خلک بللي او وايي، په عملیاتو کې ۶۵ ولسي کسان وژل شوي چې په وینا یې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي