لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنه مړه شوي

24 قوس 1397 ساعت 13:55

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د لیندۍ ۲۴ مه له غرمې مخکې د لوګر د مرکز پل علم اړوند د التمور په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وايي، پېښه د یوه سراچه او بل مارسډیز موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶ نور ټپیان شوي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ترافیک چارواکو ویلي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 


د مطلب کود: 111326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com