۰

بغلان کې د خره د غوښې خرڅولو په تور درې تنه نیول شوي دي

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
بغلان ولایت کې پولیسو هغه درې قصابان نیولي، چې پر خلکو یې د خره او اس غوښې خرڅولې.
بغلان کې د خره د غوښې خرڅولو په تور درې تنه نیول شوي دي
بغلان ولایت کې پولیسو هغه درې قصابان نیولي، چې پر خلکو یې د خره او اس غوښې خرڅولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پولیسو دغه قصابان پرون شنبې د لیندۍ ۲۳ مه د بغلان ولایت په زړه ښار کې نیولي او رسنیو ته یې وروښودل.

د پولیسو یوه قوماندان رسنیو ته د دې نیول شویو قصابانو په اړه ویل، چې دوی پر خلکو د خره او اس غوښې پلورلې، چې لاس په لاس ونیول شول.

د دوی د نیولو پر مهال ورسره د خرو او اسونو تازه ایستل شوي پوستکي هم نیول شوي دي.

تر اوسه دا معلومه نه ده، چې یادو کسانو له څومره وخت راهیسې دغه کار ته مخه کړې وه، خو پولیس وايي پلټنې ترې روانې دي.

باید و ویل شي، چې د آس د غوښې په اړه ویل کېږي، چې خوړل یې روا دي، خو د خره غوښه حرامه ده او مسلمانان یې نه خوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي