د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمیتار د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو په اړه وايي، اغېزمنو سیاسي ګوندونو ته له بایومتریک پرته رایې راته د منلو نه دي، حکومت دې یا د سیاسي ګوندونو دغه غوښتنه ومني او یا دې هم ټاکنې لغوه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې نن یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او د ولسي جرګې تېرې ټاکنې یې له درغلۍ او شرمه ډکې وبللې.
حکمتیار ټینګار وکړ، چې د ولسي جرګې په تېرو بې شمېره درغلی شوې، حکومت او د ټاکنو کمېسیونونه یې تورن کړل، چې په دې برخه کې یې لاس وهنې کړې دي.
هغه حکومت او کمېسیونونو په لوی لاس په ګڼو شمېر ولایتونو کې بریالي نوماندان، ناکام، او ناکام نوماندان بریالي اعلان کړي دي، چې سیاسي ګوندونو ته د منلو نه دي.
د اسلامي حزب مشر دا تور هم پورې کړ، چې د ده په وینا د ټاکنو د کمېسیونونو د دلالانو له خوا د نوماندانو د بریالي کولو له پاره له ځینو نوماندان ان له ۲۰ زرو تر یو لک ډالرو پورې پيسې غوښتل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دېرو ولایتونو کې د اسلامي حزب نوماندان بریالي شوي او د ولسي جرګې نوماندانو درېیمه برخه یې ګټلې، خو دا چې د حکومت او کمېسیونونو له خوا د رایو په پایلو کې لاسوهنه شوې، ډېری بریالي نوماندان ناکام کړل شوي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې په ټاکنو کې د درغلی او د پیسو د راکړې ورکړې په اړه کره شواهد او اسناد په لاس کې لري او که چېرته په هېواد کې یوه عدالت غوښتونکې مرجعې وای نو دوی به دا ټول اسناد ورته وړاندې کړي وو.
ښاغلي حکمتیار و ویل، چې کمېسیونونه او حکومت دې یا د سیاسي ګوندونو دغه غوښتنه ومني، چې بایومتریک رایې د حساب او له هغې پرته رایې دې باطلې اعلان کړي او یا هم دا چې ټولې ټاکنې د لغوه کړي او له راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو سره یې دې یو ځای تر سره کړي.
د اسلامي حزب د مشر په وینا د تېرو ټاکنو په اړه په یو شمېر ولایتونو کې اعتراضونه پیل شي، چې ډېر ژر به یې لړۍ پراخه شي او دولت یې هم د کنټرول توان نه لري.
دی وايي، که حکومت او کمېسیونونه غواړي، چې بحران نور هم لوی نه شي اساسي حل لار یې دا ده، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته درناوی وشي.
جمهور خبري آژانس:کابل