۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغان سولې کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی

یکشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له کابله تر ستنېدو وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېواد یې چمتو دی، په افغان سوله کې پوره همکاري وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغان سولې کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له کابله تر ستنېدو وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی، چې هېواد یې چمتو دی، په افغان سوله کې پوره همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي، چې پرون شنبې د لیندۍ ۲۴ مه کابل ته د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ درې اړخیزه غونده کې د ګډون او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د یوه هوکړه لیک د امضا په خاطر راغلی و، اسلام آباد ته رسېدو وروسته په یوه ټوېټ کې دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان تل د افغانستان تر څنګ درېدل او اوس یې بیا ملګرتیا کوي تر څو په دې هېواد کې یو ځل بیا سوله ټینګه شي.

قریشي په دغه ټوېټ کې لیکلي«پاکستان تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او په دې وروستیو تحولاتو کې به هم د افغانستان ملګرتیا کوي.»

هغه ویلي، چې کابل ته د سفر پر مهال یې له افغان چارواکو سره په سیمه کې د ثبات، امنیت او سولې په اړه پراخې او مهمې خبرې کړې دي.

قریشي وايي، دوی به د افغانستان په سوله کې پوره همکاري کوي او د دغه هېواد د ثبات لپاره به هڅه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به ښکاره ټکو له پاکستانه وغوښتل، چې د افغان سولې او ثبات په برخه کې عملي اقدامات تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي