د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ۳۷ اغېزمن سیاسي ګوندونه هڅه کوي راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې یو ګډ انتخاباتي ټیکټ ولري او دا وړاندیز طالبانو ته هم شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن یکشنې د لیندۍ ۲۵ مه یې کابل کې یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، د افغانستان د روان بحران د حل یوازینې او اسانه لار داده، چې سیاسي ګوندونه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه ګډ دریځ ولري او په ګټه یو داسې کس ولسمشرۍ ته ورسوي، چې ټولو اړخونو، سیمې او نړیوالو ته د منلو وي.
ښاغلي حکمتیار و ویل، چې سیاسیو ګوندونو له څه وخت راهیسې دا هڅې پیل کړې او ۳۷ سیاسي ګوندونو په دې موافقه کړې، چې باید د سولې او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه له وسله والو طالبانو سره هم خبرې وشي.
د هغه په وینا له طالبانو سره هم په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول تماسونه نیول شوي او د سیاسي ګوندونو مجموعه د هغوی غبرګون ته انتظار باسي.
د اسلامي
ښاغلي حکمتیار وویل«د ۳۷ سیاسي ګوندونو مجموعې په دې موافقه کړې، چې د طالبانو سره د سولې او راتلونکو ټاکنو په اړه په یوه بې پرې هېواد کې یوه ناسته ولرو، او له طالبانو سره پر ټاکنو، سولې، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړو، دلته ټول چمتو دي، بې طرفه هېواد هم شته دی، طالبانو ته مو هم دا وړاندیز کړی او د هغوی غبرګون ته په تمه یو تر چې په ګډه یو دریځ غوره کړو.»
حزب مشر و ویل«موږ هڅه کوو طالبان هم د سیاسي ګوندونو له دې مجموعې سره یو ځای شي هغوی ته مو وړاندیز کړی او غبرګون ته یې انتظار یو.»
د هغه په وینا یو شمېر سیاسي اغېرمن ګوندونه دې توافق ته هم رسېدلي، چې که طالبان د دغه ګوندونو له مجموعې سره یو ځای شي نو به راتلونکې کابینه کې به د طالبانو برخه تر نورو ګوندونو زیاته وي خو کمه به نه وي.
ښاغلي حکمتیار وویل«د ۳۷ سیاسي ګوندونو مجموعې په دې موافقه کړې، چې د طالبانو سره د سولې او راتلونکو ټاکنو په اړه په یوه بې پرې هېواد کې یوه ناسته ولرو، او له طالبانو سره پر ټاکنو، سولې، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او ځینو نورو مسایلو خبرې وکړو، دلته ټول چمتو دي، بې طرفه هېواد هم شته دی، طالبانو ته مو هم دا وړاندیز کړی او د هغوی غبرګون ته په تمه یو تر چې په ګډه یو دریځ غوره کړو.»
د نوموړي په وینا د جمعیت اسلامي ګوند هم په دې موافق دیو چې د اغېزمنو ګوندونو له خوا د ولسي او مشرانو جرګو د ریسانو په ګډون په یوه بې طرفه هېواد کې له طالبانو سره ناسته ولرو او پر یادو موضوعاتو ورسره خبرې وکړ.
حکمتیار د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا کابل ته په راتګ او حکومت سره پر سولې پښمانه دی؟ و ویل نه هېڅکله هم پښېمانه نه یم، یوازې سنګر مو بدل کړی له یوه سنګره بل ته راغلي یو او دلته به په خپل ټول توان خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.
دی وايي، که ژر وي او که وروسته اسلامي حزب به خپلو هدفونو ته رسېږي، د ټاکنو سیستم به اصلاح کوي او هر هغه نوماند به بریالی کېږي، چې د اسلامي حزب ملاتړ له ځان سره ولري.
خو په وینا یې اسلامي حزب هڅه کوي، چې د ټولو سیاسي ګوندونو په مشورې او ګډ دریځ د افغانستان د روان بحران د حل وسیله شي او داسې یو څوک ولسۍ ته ورسوي او داسې یو نظام رامنځ ته شي، چې ټولو اړخونو او نړیوالو ته د منلو وړ وي.
جمهورخبري آژانس:کابل