د ولسمشرۍ ټاکنو بشپړ مهال وېش اعلان شو

26 قوس 1397 ساعت 7:00

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ مهال وېش اعلان کړ، چې له مخې به یې د نوماندانو نوم لیکنه د راتلونکې جدې یا مرغومي له لومړۍ نېټې پیل شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بشپړ مهال وېش اعلان کړ، چې له مخې به یې د نوماندانو نوم لیکنه د راتلونکې جدې یا مرغومي له لومړۍ نېټې پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون دغه مهال وېش پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه اعلان کړی، چې پر بنسټ به یې د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د مرغومي په ۱۲ مه پای ته ورسېږي او په ۱۸ مه به د نوماندانو لومړنۍ لېست اعلان شي.

د دې مهال وېش له مخې خلک کولي شي، چې د مرغومي له ۱۸مې نېټې نه د سلواغې تر ۲۵مې نېټې پورې د نوماندانو په اړه خپل شکایتونه له اړونده کمېسیون سره ثبت کړي.

په مهال وېش کې ویل شوي، چې د نوماندانو وروستی لېست به د سلواغې یا دلوې پر ۲۶مه نېټه اعلان شي.

د نوماندانو د کمپاین لپاره دوه میاشتې موده ټاکل شوې، او د مرغومي له ۲۸مې نېټې به د وري یا حمل تر ۲۸مې نېټې دوام کوي، له هغه وروسته به دوه ورځې د هېڅ ډول کمپاین اجازه نه وي، او د وري پر ۳۱مه نېټه به ټاکنې ترسره کېږي.

دغه راز د رایه ورکوونکو نوملیکنه به د مرغومي له ۲۰مې نېټې پیلېږي او د سلواغې تر ۴مې نېټې به دوام کوي او د رایه ورکوونکو وروستی لېست به د کب یا حوت پر ۵مه نېټه اعلانېږي.

د دې مهال وېش پر اساس به لومړنۍ پایلې د غوایي یا ثور پر ۲۱مه نېټه اعلانېږي، او وروستۍ پایلې به د غبرګولي یا جوزا پر ۲۵مه نېټه اعلان شي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو کمیسیون وار د مخه د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل ۳۱مه نېټه د ټاکنو د نېټې په توګه اعلان کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره بشپړ مهالوېش په داسې حال کې اعلانوي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یو شمېر کسانو وار د مخه په دې ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ اعلان کړی.

په دوی کې د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر او همدا راز په هند کې د افغانستان د پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي نومونه د یادولو وړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111379

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111379/

جمهور
  https://www.jomhornews.com