۰

غزني کې ماین چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې شپږ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې ماین چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې شپږ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په حوتقول سیمه کې رامنځ ته شوې.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال غلام داود وايي، چاودنه د ولسي وګړو په موټر شوې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا ماین وسله والو طالبانو اېښتی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي