۰

ولسمشر غني د څلورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۱۷
ارګ وايي، ولسمشر غني د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د څلورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه منلي دي.
ولسمشر غني د څلورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه ومنل
ارګ وايي، ولسمشر غني د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د څلورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه منلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ د نویو سفیرانو باورلیکونه د جلا تشریفاتي مراسمو پر مهال ومنل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني او د یادو هېوادونو سفیرانو د افغانستان او متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

سرچینه وايي، د متحده عربي اماراتو، فرانسې، مصر او هالنډ نویو سفیرانو د خپلو دولتونو او خلکو په استازیتوب وویل، د خپلو ماموریتونو پر مهال به افغانستان سره د خپلو هېوادونو د اړیکو د لا زیاتې پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي