ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې له طالب استازو سره خبرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان درې ورځې وړاندې ویلي و، چې دوی د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو زمینه برابره کړې او دغه خبرې به نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه تر سره شي.
که څه هم عمران خان دا نه و ویلي، چې دا خبرې به چېرته تر سره شي، خو پخواني طالب چارواکو ویلي دا خبرې به په پاکستان کې تر سره شي.
ویل کېږي، په دې ناسته کې به د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ په اوربند، د بندیانو پر تبادلې، او دغه راز په افغانستان کې د امریکا پر پوځي اډو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د سیاسي دفتر غړي له امریکايي پلاوي سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.
مجاهد دا هم ویلي، چې په دې خبرو کې به د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازي ګډون وکړي.
په ورته وخت کې افغان حکومت وايي، د سولې په چارو کې د هېوادونو له هڅو هرکلی کوي، خو له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې به یواځې افغان مرکچي پلاوی مخته وړي.
جمهورخبري آژانس:کابل