۰

د کندهار، هلمند، هرات او قندوز د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شوې

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او قندوز ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې هم اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نوې څېرې بریالی شوې دي.
د کندهار، هلمند، هرات او قندوز  د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان شوې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او قندوز ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې هم اعلان کړې، چې تر ډېره په کې نوې څېرې بریالی شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شپه (د لیندۍ ۲۵)  په خپله رسیمي ویب پاڼه د دغه څلورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.

د کمېسیون د وېب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ له کندهار څخه ولسي جرګې ته بريالي شوي وکيلان حاجی سید احمد خادم، سید مقتدا میران، ډاکتر محمود خان نصرت، روح الله خان زاده، گل احمد کمین، محمد عمر شیرزاد، سید احمد سیلاب، انجنیر محمد عارف نورزی، فریبا احمدي کاکړ، ملالۍ اسحق زۍ، او ارزو صافۍ دي.

دغه راز کمېسیون له هلمند محمد ظفر صادقي، میرویس پوپل، حاجي غلام ولي افغان، میرویس خادم، الحاج، محمد کریم اتل، عبدالرشید عزیزي، نسیمه نیازۍ اوحبیبه سادات ولسي جرګې ته بريالي وکیلان اعلان کړي دي.

له هرات ولایت څخه بیا ولسي جرګې ته بريالي شوي وکيلان حبیب الرحمن پدرام، محمد رضا خوشکوطندوست، عمر نصیر مجددي، حاجي محمد، صادق قادري، منور شاه بهادري، نثار احمد فیضي غوریانی ، نقیب الله آروین، غلام فاروق مجروح ، استاد حمیدالله حنیف، حاجي شاه پور پوپل، سید عظیم کبرزانی، الحاج غلام فاروق نظري، رحیمه جامي، مسعوده کروخي ، سیمین بارکزۍ، ناهید احمدي فرید او استاد شیرین شهابي دي.

له کندوز څخه بیا الحاج عبدالروف ابراهیمي ، انجنیر کمال صافی، شاه خان شیرزاد، انجنیر محمدالدین همدرد، محمدالله بتاش، حاجي محمد عمر خان، فضل کریم ایماق، نیلوفر جلالي کوفي، اوډاکتر فاطمه عزیز بریالي وکیلان اعلان شوي دي.

باید و ویل شي، چې د ټاکنو کمېسیونو تر دې وړاندې هم د ۲۹ ولایتونو پایلې اعلان کړې، خو له غزني پرته چې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې په کې نه دي شوي، د کابل په ګډون د څلورو ولایتونو د رایو لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

جمهورآژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي