۰

خلیلزاد پر افغان سوله د امارتو له چارواکو سره خبرې کړې

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي.
خلیلزاد پر افغان سوله د امارتو له چارواکو سره خبرې کړې
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد متحده عربي اماراتو کې د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د متحده عربي امارتو له بهرنیو چارو وزیر شيخ عبدالله بن زايد النهيان سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

د اماراتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې پانه وايي، خليلزاد په ابوظبي کې شيخ عبدالله بن زايد النهيان سره د افغانستان د سولې پروسې، د دواړو هېوادونو پر اړيکو او پر يو شمېر نورو نړيوالو موضوعاتو خبرې وشوې.

سرچینه کاږي، چې شيخ النهيان د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د امريکا د ځانګړي استازي د هڅو او هلو ځلو ملاتړ وکړ او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاريو ډاډ ورکړ.

باید و ویل شي، چې پرون په اماراتو کې د افغانستان، اماراتو او سعودي عربستان د ملي امنیت شوراګانو چارواکو هم پر افغان سولې خبرې کړې دي.

دغه راز ټاکل شوې خلیلزاد نن په متحده عربي اماراتو کې له طالب استازو سره هم مخامخ خبرې وکړي او په دې ناسته کې به د اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان استازي هم ګډون ولري.

که څه هم د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي و، چې د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې به پاکستان کې تر سره شي، خو د هغوی د تمې خلاف طالبانو ویلي، چې د دوی استازي به نن متحده عربي اماراتو کې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي