۰

فاریاب کې د طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۱
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، ګډو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
فاریاب کې د طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، ګډو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپانه کې ویلي، دغه عملیات د ایثار ۱۰ تر نامه لاندې پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د فاریاب ولایت له خواجه سبز پوش ولسوالۍ څخه پیل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده ولسوالۍ کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون ۸ طالبان وژل شوي او د خواجه سبز پوش له پاره د طالب ولسوال په ګډون ۱۰ وسله وال ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د فاریاب په قرغان او اندخوی ولسوالیو کې هم شل کلي له وسله والو مخالفینو پاک شوي دي.

خبرپانه وايي، عملیات په بریالیتوب روان دي او تر هغه به دوام وکړي، چې ټولې سیمې له طالبانو پاکې شوې نه وي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي