۰
دفاع وزارت:

په څلور ولایتونو کې ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۹
ملي دفاع وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
په څلور ولایتونو کې ۵۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په کندهار، اروزګان، لوګر او پکتیا کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.

دفاع وزارت وايي، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال ۱۴ وسهل وال وژل شوي درې ټپیان، یو عراده موټر، یو عراده موټر سایکل او یو میل یې وسله له منځه وړل شوې ده.

خبرپانه زیاتوي، چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه تنه ټپیان او یو موټر سایکل یې له منځه وړل شوی دی.

دغه راز دفاع وزارت وايي، د لوګر په مرکز پل علم کې د هوايي برید پر مهال بیا شپږ وسله وال طالبان وژلش وي او یو عراده موتر یې له منځه وړل شوی دی.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې بیا د هوايي بریدونو پر مهال د یوه سرګروپ په ګډون ۸ وسله وال وژلش وي، څلور تنه ټپیان، څلور پتڼځایونه او پنځه میله وسلې یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي