۰

هرات کې د طالبانو د پوهنې کمېسیون مسول او ولسوال وژل شوی

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د طالبانو د پوهنې کمېسیون مشر، د فارس ولسوالۍ ولسوال او په سیمه کې د طالبانو څارونکی ملا سخي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
هرات کې د طالبانو د پوهنې کمېسیون مسول او ولسوال وژل شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د طالبانو د پوهنې کمېسیون مشر، د فارس ولسوالۍ ولسوال او په سیمه کې د طالبانو څارونکی ملا سخي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فراهاد زیاتوي، چې ملا سخي مشهور په راجع پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۵ مه د هرات ولایت په زېرکوه ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی.

نوموړي زیاته کړې، چې ملاسخي په هرات کې د طالبانو د معارف کمېسیون مشر، د فارسي ولسوالۍ ولسوال او په سیمه کې د طالبانو څارونکی وو.

د هغه په وینا په دې هوايي بریدونو کې د ملا سخي سره یو ځای د هغه څلور ساتونکي هم د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: یحی فولادي
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي