۰
د ولسي جرګې لومړی مرستیال:

د ټاکنو کمېسیون ټول غړي باید څارنوالۍ ته معرفي شي/ دا د تدارکاتو په کمېسیون بدل شوی

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو پر کمېسیون اوښتی او ولسمشر غني باید د ټاکنو د روڼتیا څخه د دفاع په خاطر د یاد کمېسیون ټول غړي څارنوالۍ ته معرفي کړي.
د ټاکنو کمېسیون ټول غړي باید څارنوالۍ ته معرفي شي/ دا د تدارکاتو په کمېسیون بدل شوی
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو پر کمېسیون اوښتی او ولسمشر غني باید د ټاکنو د روڼتیا څخه د دفاع په خاطر د یاد کمېسیون ټول غړي څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نن دوشنبې لیندۍ د ۲۶ مې غونډې په امتیازي وخت کې د وکیلانو خبرې تر ډېره د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو راڅرخېدې.

د جرګې یو شمېر غړو دغه ټاکنې له درغلۍ ډکې وبللې او د ټاکنو کمېسیون یې تورن کړ، چې په ټاکنو کې لاس وهنه کوي، چې په اړه یې باید عدلي او قضايي اقدامات وشي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو کمېسیون نه بلکې د تدارکاتو کمېسیون شوی دی.

هغه زیاته کړه«له ولسمشر څخه هیله کوم، که غواړي ولس ته وښيي، چې د ټاکنو شفافیت ته ژمن دی نو باید د رییس په ګډون د ټاکنو کمېسیون ټول کمېشنران باید څارنوالۍ ته معرفي کړي، او که چېرته هغوی څارنوالۍ ته معرفي نه شي، فکر نه کوم، چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې تېرې ټاکنې دې ولس ته د منلو وړ وي.»

د همایون په وینا کله چې د کمېسیون غړي څارنوالۍ ته معرفي شي، تر هغې وروسته دې د هر نوماندان
همایون وویل«د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو په کمېسیون اوښتی، یعني هلته داو طلبي شتون لري، هر چا چې هر څومره ډېرې پیسې ورکړې همغه بریالی دی، د حکومت او ملي امنیت ټوله لاس ته راوړنه بیا دا ده، چې یو څو ټیټ پوړي کسان ونیسي او خلکو ته وښيي، چې په ټاکنو کې شفافیت روان دی.»
رایې په شفافه توګه یوه یوه وشمېرل شي او بیا یې دې پایلې ولس ته اعلان شي، تر څو ولس ته د منلو شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال تور پورې کړ، چې د ټاکنو د دواړو کمېسیونو پرې د قانون خلاف دي او پر دې د ولسي جرګې د غړو په ګډون ټول پوهېږي، چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې او د منلو نه دي.

همایون وویل«د ټاکنو کمېسیون د تدارکاتو په کمېسیون اوښتی، یعني هلته داو طلبي شتون لري، هر چا چې هر څومره ډېرې پیسې ورکړې همغه بریالی دی، د حکومت او ملي امنیت ټوله لاس ته راوړنه بیا دا ده، چې یو څو ټیټ پوړي کسان ونیسي او خلکو ته وښيي، چې په ټاکنو کې شفافیت روان دی.»

نوموړي دا هم و ویل، چې د ټاکنو دواړه کمېسیونونه د پراخو درغلیو په اړه ځواب ویونکي نه دي او کله چې ورته تلېفون کوي او یا هم ورځي غواړي خپل شکایت ثبت کړي څوک نه حاضرې چې شکایت ثبت کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال دا هم و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون له اوله سره د قانون خلاف جوړ شوی، او حکومت هغه پخواني کمېشنران چې پر فساد یې تورن کړي و، اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکاران ټاکلي دي.

د همایون په وینا یو شمېر وکیلان چې د ولسي جرګې په نویو ټاکنو کې په لوی لاس لرې کړل شوي یوزایني علت یې دا و، چې هغوی کندهار ولایت ته سفر کړی و او حکومت د دې سیاست مخالف وو.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال پر داسې مهال دغه څرګندونې وکړې، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له ټولو نوماندانو او سیاسیونو وغوښتل، چې پر کمېسیونونو له بې ځایه تور پورې کولو لاس په سر کړي.

نوموړي و ویل، هر هغه څوک چې په تېرو ټاکنو کې د درغلۍ کره اسناد او شواهد لري د تور پورې کولو پر ځای دې هغه اسناد عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي