۰

طالبانو بیا پر دایکنډي برید کړی خلک بېړنۍ پوځي مرستې ته اړتیا لري

دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۲
د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر دایکنډي ولایت ډلیز برید کړی او د سیمې خلک بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.
طالبانو بیا پر دایکنډي برید کړی خلک بېړنۍ پوځي مرستې ته اړتیا لري
د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر دایکنډي ولایت ډلیز برید کړی او د سیمې خلک بېړنیو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن دوشنبې لیندۍ د ۲۶ مې په عمومي غونډه کې وکیلانو خبردارۍ ورکړ، چې که دغه ولایت ته ژر تر ژره پوځي مرستې ونه رسېږي ناورین به رامنځ ته شي.

د وکیلانو په وینا وسله والو طالبانو تېره شپه د دایکنډي ولسوالۍ په پاتوی ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستونو بریدونه کړي او افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

وکیلانو ټینګار وکړ، چې طالبان د دایکنډي د مرکز نیلي ښار د نیولو هڅه کوي او که چېرته بېړنۍ پوځي مرسته ور ونه رسېږي، حالات به د حکومت له کنټرول څخه ووځي.

په ولسي جرګه کې د دغه ولایت استازي اسدالله سعادتي و ویل، چې د طالبانو د تېرې شپې په برید کې ۱۰ پولیس وژلش وي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا هلته د مېشتو امنیتي ځواکونو سره درنې وسلې او تجهیزات کم دی او دغه څه د سیمې خلک په اندېښنه کې اچولي دي.

سعادتي پر حکومت په ځانګړي ډول په امنیتي ادارو غږ وکړ، چې د حالاتو د کنټرول لپاره ژر لاس په کار شي او سیمې ته نور مرستندویه ځواکونه ولېږي.

د جرګې یو بل غړي نصر الله صادقي زاده نیلي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې طالبان په پرمختلو او شپنیو وسلو سمبال په پاتوی ولسوالۍ ډلیز بریدنه کړي دي او جګړه لا هم دوام لري.

د هغه په وینا طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړی و، چې پر دایکنډي ولایت به بریدونه کوي او هلته یې غونډې درلودې، خو دا چې حکومت ولې وار وړاندې نه کړ، د پوښتنې وړ خبره ده.
 
دی هم وايي، چې هلته د مېشتو افغان ځواکونو وسلې او تجهیزات کم دي، چې د طالبانو د مقابلې توان نه لري او دفاع وزارت باید ژر لاس په کار شي.

په همدې وخت کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون و ویل، چې په وروستیو څلورو کلونو کې اصلآ امنیت شتون نه لري او بهرني ځواکونه په ناامنیو کې ځکه دخیل دي، چې افغان ځواکونو ته وړ وسلې او تجهیزات نه ورکوي او ټول حکومت د بهرنیانو په لاس کې دی.

همایون وایي، کله چې له حکومت څخه وغوښتل شي، چې امنیت ټینګ کړي د دې پر ځای چې ټینګ شي نور هم امنیتي پېښې زیاتېږي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، همدا اوس نه یوازې په دایکنډي بلکې په ټولو ولایتونو کې جګړې روانې دي، خو  ولسمشر په ګډون حکومت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه پټه خوله دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي