امارتو کې د امریکا او طالبانو ناستې ته د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه!

جګړه او سوله د افغانستان په لاس کې نه ده، ځینې مغرض کسان د سولې مخالفت کوي

26 قوس 1397 ساعت 13:53

د ولسي جرګې ځینې غړي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو ناستې ته په اشارې وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې واک د افغان حکومت په لاس کې نه دی.


د ولسي جرګې ځینې غړي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو ناستې ته په اشارې وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې او سولې واک د افغان حکومت په لاس کې نه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې نن په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

ویل کېږي په دغه ناسته کې به د محتده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان استازي هم ګډون ولري او خبرې به یې تر ډېره په اوربند، بندیانو او دغه راز په افغانستان کې د امریکا پر پوځي اډو راڅرخي.

له طالبانو سره د خلیلزاد او نورو هېوادونو د استازو همدې ناستې ته د ولسي جرګې ځینو غړو د نن دوشنبې لیندۍ د ۲۶ مې په عمومي غونډه کې غبرګون وښود، چې د ځینو په وینا د روانې جګړې او سولې واک د افغان حکومت په لاس کې نه دی، خو ځینو نورو بیا ویل په هر قیمت چې وي، باید افغانستان کې سوله ټینګه شي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي الله ګل مجاهد همدې ناستې ته په غبرګون کې و ویل، له دې ناستې ښکاري، چې نه هم روانه جګړه او نه هم سوله د افغانستان په لاس کې ده.

نوموړي وویل«نه جګړه او نه هم سوله زموږ په اختیار کې ده، زما درک دا دی، چې نه په دې ډول جګړ ګټلی شو او نه هم په دې ډول سوله راتلای شي، چې موږ یې هېڅ واک ونه لرو.»

د هغه په وینا کله چې جګړه او سوله دواړه د افغانانو په لاس کې نه وي، څنګه کېدای شي ادعا وکړو، چې په هېواد کې به سوله ټینګه شي او دا زموږ د هېواد په ګټه ده؟

مجاهد ټینګار وکړ، چې د جګړې ښکېل اړخونه باید په افغانستان کې د ننه خپل منځي خبرې وکړي، جګړې ته د پای ټکی کېږي او پر سوله یوه خوله شي.

خو په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي بیا د سولې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې او د افغان سولې په تړاو یې، د امریکا، طالبانو، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان د استازو ګډه غونډه ګټوره وبلله.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې دغه ناسته به ښې پایلې ولري او پر مټ به یې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره زمینه او لار برابره شي.

هغه وویل«دا لومړی ځل دی، چې د امریکا، طالبانو، سعودي، اماراتو، قطر او پاکستان استازي د افغان سولې په تړاو په یوه مېز کېني، افغان ولس په هر قیمت غواړي په هېواد کې یې سوله ټینګه شي.»

خو په خبره یې ځینې مغرض اشخاص او کړۍ د سولې د روانې هڅو او پروسې مخالفت کوي په داسې حال کې، چې سوله د افغان ولس حق دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 111411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com