په متحده عربي اماراتو کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د افغان سولې په تړاو خبرې درې ورځنۍ دي، چې سبا به هم دوام وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې په تړاو ناسته پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ د متحده عربي اماراتو په اوبوظبۍ کې پیل شوې، چې نن سه شنبې هم دوام لري او سبا چهارشنبې به پای ته ورسېږي.
په دې ناسته کې د امریکا او طالبانو د استازو سربېره د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او پاکستان استازي هم برخه لري.
د متحده عربي اماراتو رسنۍ وايي چې په ابوظبی کې به د امریکا، امارات، سعودي عربستان او پاکستان خبرې درې ورځې دوام وکړي.
په دغه ناسته کې د امریکايي پلاوي مشرۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د پلاوي مشرۍ د قطر د دفتر د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په غاړه ده.
پرون دوشنبې دواړو لورو په یو لړ موضوعاتو خبرې کړې، چې تر اوسه یې جزیات نه دي په داګه شوي، خو د اماراتو رسنۍ وايي، دا غونډه به نن او سبا هم دوام وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل