ارګ وايي طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره یې پلاوی اماراتو ته رسېدلی

27 قوس 1397 ساعت 8:34

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر د دفتر د رییس سلام رحیمي په مشرۍ د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مخامخ لیدو په متحده عربي اماراتو کې دی.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشر د دفتر د رییس سلام رحیمي په مشرۍ د افغان حکومت مرکچي پلاوی له طالبانو سره د مخامخ لیدو په متحده عربي اماراتو کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ اماراتو د د مرکچي پلاوي د رسېدو خبر نن سه شبنې د لیندۍ ۲۷ مه په خپله رسمي ټوېټر پاڼه خپور کړی دي.

سرچینې لیکلي، چې چې مرکچي پلاوی دغه پلاوي پرون د اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.

د ارګ په ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې یاد پلاوی په نږدې راتلونکي کې له طالب پلاوي سره د مخامخ خبرو لپاره په تياريو بوخت دى او دغه راز د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له استازو سره هم وګوري.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د سعودي، امريکا او متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکارانو سره تر ګډې غونډې وروسته کابل ته رسېدلى دى.

خپله ټويټرپاڼه کې راغلي چې د سلام رحيمي په مشرۍ افغان مرکچي پلاوى په اماراتو کې پاتې دى او نن نورې ليدنې لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محب هيله څرګنده کړې چې په افغانستان کې سوله راتلونکې ده.

باید و ویل شي، چې په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه په اوبوظبۍ کې پیل شوي دي.

عربي رسنۍ وايي، دغه ناسته به درې ورځې دوام وکړي، چې په کې د اماراتو، سعودي او پاکستان استازي هم برخه لري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوى د سياسي دفتر پلاوي پرون د سعودي، پاکستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره ليدلي دي.

د هغه په وینا په دې ليدنه کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او يو شمېر نورو موضوعاتو په تفصيل سره خبرې کړې دي.

مجاهد ويلي چې تر يادو ليدنو وروسته د امريکا له استازي زلمي خليلزاد سره هم د طالبانو پلاوي ابتدايي ليدنه کړې او دا لړۍ به نن هم روانه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com