لوېدیځ د یپلوماتان په متحده عربي اماراتو د امریکا او طالب استازو د مخامخ خبرو ناستې ته په اشارې وايي، په دغه ناسته کې پر پاکستان د سعودي عربستان اغېز زیات ګټور تمامېدای شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په متحده عربي اماراتو کې د امریکايي او طالب استازو تر منځ پر افغان سولې پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه خبرې پیل شوې او دغه ناسته به درې ورځې دوام وکړي، چې نن او سبا به هم جریان ولري.
دې ناسته کې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، او پاکستان استازي هم برخه لري او همدې ته په اشارې لوېدیځ دیپلوماتان وايي، په دې ناسته کې پر پاکستان د سعودي عربستان اغېز اوس مهال ګټور تمامېدای شي.
امریکایي چارواکو چې له طالبانو سره یې خبرې پیل کړي، په دې وروستیو کې یې دا هڅې هم زیاتې کړي چې د افغانستان له حکومت سره د دې ډلې د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره د پاکستان او سعودي عربستان په ګډون د سیمې د یوشمېر مهمو لوبغاړو ملاتړ تر لاسه کړي.
یوشمېر لوېدیځو ډيپلوماتانو ویلي چې له قطر څخه متحده عربي اماراتو ته د خبرو لېږدول هم د دغو هڅو یوه برخه ده، ځکه سعودي عربستان چې کولای شي پر خپل متحد پاکستان له خپل نفوذه کار واخلي، له قطر سره یې اړیکې خرابې دي.
د شنوونکو په باور پاکستان ځکه د سعودي عربستان له اغېز ځان نه شي ژغورلی، چې دغه هېواد له پاکستان سره د اقتصادي ستونزې د هواري په موخه د ۶ ملیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
په کابل کې یوه غربي ډیپلومات د خپل نوم نه ښودلو په شرط روېټرز ته ویلي«که په اوس وخت کې سعودي عربستان پاکستان ته ووایي چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي، پاکستان نشي کولای چې دغه غوښتنه له پامه وغورځوي.»
د یادولو ده، چې د اماراتو غونډې ته د طالبانو د قطر دفتر د غړو په ګډون د طالبانو د کوټې شورا څلور مهم غړي هم ورغلي، چې دوه تنه په کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب استازي د هغه اوښی ملا صدیق الله او ملا امیرخان متقي شمال دي.
ویل کېږي د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزی، د طالبانو د رهبري شورا غړی او د دفتر ريیس امیرخان متقي، د رهبري شورا غړی او د سیاسي دفتر مشر محمد زاهد احمدزی، د روغتیا د کمیسیون مرستیال ډاکتر فقیر، د پاکستان لپاره استازی (رابط) ملا عباس، د نظامي کمیسیون غړی مولوي محب الله حماس، د حقاني شبکې غړی قاري یحیي دي.
په امریکايي پلاوي کې، چې مشري یې د زلمي خلیلزاد په غاړه ده، د امریکا د دفاع وزارت یو مرستیال ډګروال جاکسن (Colin Jackson)، او مایکل فینزیل (BG Michael Fenzel) شامل دي.
جمهورخبري آژانس:کابل