د ملي امنیت شورا سلاکار:

له اوږدې مودې وروسته افغانستان ته سوله راتلونکې ده

27 قوس 1397 ساعت 10:08

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په تړاو غونډې او خبرې مثبتې بللې او ټینګار یې کړی، چې سوله نېږدې ده.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په تړاو غونډې او خبرې مثبتې بللې او ټینګار یې کړی، چې سوله نېږدې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی محب چې له اماراتو کابل ته راسېدلی دغه څرګندونې په خپله ټوېټرپانه کړې ویلي ټنګار یې کړی، چې په اماراتو کې خبرې هیله بښونکې دي او افغانستان ته سوله راتلونکې ده.

د امنیت شورا سلاکارچې پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه یې د اماراتو په څلور اړخیزه غونډه کې ګډون کړی و، له زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې پر مهمو اړخونو خبرې کړې دي.

نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي «په اماراتو کې یې خبرې هیله بښونکې وې او افغانستان ته له اوږدې مودې وروسته سوله راتلونکې ده.»

ښاغلي محب له امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان مننه کړې ده چې د افغان سولې په برخه کې هڅې کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون په محتده عربي اماراتو کې د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شوې دي.

په دې ناسته کې د اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان او طالبانو د کوټې شورا استازي هم ګډون لري، چې نن او سبا به یې هم خبرې دوام وکړي.

د ولسمشر د دفتر د رییس سلام رحیمي په مشرۍ د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی او ښايي په دې خبرو کې برخه واخلي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 111433

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111433/

جمهور
  https://www.jomhornews.com