۰

فاریاب کې د طالبانو یو قاضي وژل شوی دی

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۳
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو یو قاضي وژل شوی دی.
فاریاب کې د طالبانو یو قاضي وژل شوی دی
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو یو قاضي وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د لیندۍ ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو دغه قاضي د دولت آباد ولسوالۍ د فیروزه يي په کلي کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، افغان هوايي ځواک په یاده سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې د دولت آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو قاضي عبدالرسول فیروزيي له خپلو شپږو ملګرو سره و وژل شو او درې نور یې سخت ټپیان شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، وژل شویو طالبانو په یاده سیمه کې د ملي اردو د اکمالاتو پر یوه کاروان د برید تابیا کوله، چې د هوايي ځواک له خوا په نښه شول.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې هوايي برید کې د طالبانو یو پټنځای، یوعراده موټر او یوه انده وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

بل خوا په خبرپانه کې ویل شوي، چې د قندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم د نظام الدین په نوم د طالبانو یو سرګروپ د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي