ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه بمبار کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي بریدونو کې ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي، خو د ټپیانو کره شمېره یې نه ده ښودلې.
دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت وړمه ورځ هم په میوند ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو پر مهال د دغه ولسوالۍ لپاره د طالب ولسوال په ګډون د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو او یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی وو.
بل خوا دفاع وزارت به دې خبرپانه کې ویلي، چې افغان کمانډو ځواکونو د فاریاب په خواجه سبزپوش او دولت آباد ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۱۸ وسله وال وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل