۰

فراه کې پر دولتي کارکوونکو غلچکي برید کوونکي نیول شوي دي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۴
د کورنیو چارو وزارت فراه ولایت کې د یوې وسله والې ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې د دولتي کارکوونکو د ترور کولو طرحې یې جوړولې.
فراه کې پر دولتي کارکوونکو غلچکي برید کوونکي نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت فراه ولایت کې د یوې وسله والې ډلې د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې د دولتي کارکوونکو د ترور کولو طرحې یې جوړولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۲۷ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، دې درې کسیزه ډلې د فراه ښار په بېلا بېلو برخو کې د دولتي کارکوونکو د ترور په پېښو کې لاس درلود.

سرچینه زیاتوي، چې یادې ډلې له پولیسو سره نښته هم کړې، چې په ترڅ کې یې یو وسله وال وژل شوی او دوه نور یې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان نن د فراه ښار د ننګ آب په سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له یادو ترهګرو دوه میله کلاشنکوفونه، دوه لاسي بمونه، ۸ د کلاشنکوف شاجورونه، یو عراده موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي