۰
مسلم یار:

د سولې توافق د تایید لپاره به یا لویه جرګه دایره شي یا به ټولپوښتنه وشي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
د مشرانو جرګې رییس چې د سولې مشورتي بورډ غړیتوب هم لري وايي، که له وسله والو طالبانو سره د سولې توافق وشي نو د دغه توافق لیک د تایید لپاره به یا لویه جرګه دایره شي یا به هم ټولپوښتنه وشي.
د سولې توافق د تایید لپاره به یا لویه جرګه دایره شي یا به ټولپوښتنه وشي
د مشرانو جرګې رییس چې د سولې مشورتي بورډ غړیتوب هم لري وايي، که له وسله والو طالبانو سره د سولې توافق وشي نو د دغه توافق لیک د تایید لپاره به یا لویه جرګه دایره شي یا به هم ټولپوښتنه وشي.

 د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسلم یار چې نن سه شنبې د لیندۍ ۲۷ مه یې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې و ویل، چې د سولې په مشورتي بورډ کې د سولې په تړاو د خلکو د نظریاتو راټولولو پروګرامونه هم شامل دي.

نوموړي و ویل«د سولې مشورتي بورډ لومړی د سولې پر خبرو ټینګار لري او په دوهم پړاو کې چې له طالبانو سره د سولې د توافق لیک امضا کېدل دي دغه توافق لیک به د تایید له پاره پارلمان ته هم ښايي وړاندي شي.»

د هغه په وینا د سولې په پروسه کې له طالبانو سره د توافق په صورت کې د لویې جرګې جوړول او یا هم په دې اړه ټولپوښتنه هم په پام کې شته ده.

مسلم یار وايي، که چېرې له طالبانو سره د سولې توافق وشي، نو د دغه توافق لیک د تایید له پاره به یا لویه جرګه راوغوښتل شي او یا به هم ټولپوښتنه تر سره شي.

د مشرانو جرګې رییس دا هم و ویل، چې د سولې مشورتي بورډ به د سولې په اړه د پاکستان، طالبانو، امریکا او نورو دخیلو هېوادونو نظریات هم جمع بندي کړي.

ښاغلي مسلم یار دا هم و ویل، چې طالبانو له سیاسي حزبونو سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې خو په وینا یې له طالبانو سره د سولې خبرې باید له یوې مرجع تر سره شي، چې هغه افغان دولت دی.

د مشرانو جرګې رییس خبردارۍ ورکړ، چې د سیاسي ګوندونو له خوا په جلا ډول د سولې د خبرو مخ ته وړل د افغانستان د تجزیې په مانا ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي او طالب استازو پرون دوشنبې د لیندۍ ۲۶ مه په متحده عربي اماراتو کې پر افغان سولې خبرې پیل کړې دي، چې نن او سبا به هم روانې وي.

په دې ناسته کې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان استازي هم ګډون لري او دغه راز د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم له طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره اماراتو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي