ملي دفاع وزارت د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ او لوګر ولایتونو له پاره د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان بلال ځدراڼ د وژل کېدو پخلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، بلال ځدراڼ د تېرې دوشنبې لیندۍ ۲۶ مه د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو په عملیات کې په پکتیکا ولایت کې وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند زیاتوي، بلال ځدراڼ سره له دې چې د یادو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان و، په دې ولایتونو کې یې په ګڼو ناامنیو د او بې ګناه ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې هم لاس درلود.
نوموړي وايي، بلال ځدراڼ هم له طالبانو او هم له حقاني شبکې سره کار کولو.
بل خوا دفاع وزارت په کندهار ولایت کې هم د طالبانو د یوه نظامي مسوول ملا اکرام الدین د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، پرون په کندهار کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د ملا اکرام الدین تر څنګ ۳۵ نور وسله وال هم وژل شوي دي.
جاوید زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۵ تنه د طالبانو مهم کسان دي، چې یو هم په کې د هغوی یو ولسوال هم شامل دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند وايي، د افغان ځواکونو ژمني عملیات په بریالیتوب مخ ته روان دي او طالبانو ته یې سخت ګذارونه ورکړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل