۰

د پاکستان د پوځ مشر د قطر له امیر سره پر افغان سوله خبرې کړې

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۵
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه قطر ته رسېدلی او د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی سره یې کتلي دي.
د پاکستان د پوځ مشر د قطر له امیر سره پر افغان سوله خبرې کړې
د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه قطر ته رسېدلی او د دغه هېواد له امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی سره یې کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۷ مه ناخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، جنرال باجوه له امیر حمد الثاني سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.

خبرپاڼې ټینګار کړی، چې د دواړو لورو د خبرو اصلي موضوع په افغانستان کې د روانې ۱۷ کلنې جګړې پای ته رسېدل و او قطر امیر په دې برخه کې د پاکستان د وروستیو هڅو ستاینه کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرواترو له لارې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ وکړ.

د پاکستان د پوځ مشر پر داسې مهال قطر ته ځي، چې ویل کېږي، دغه هېواد له دې امله خواشینۍ دي، چې یاده غونډه ولې د دوحۍ پر ځای د دوی د مخالف متحده عربي اماراتو پلازمېنه ابوظبۍ کې تر سره شوه.

ویل کېږي، قطر له همدې امله د طالبانو دوه مهمو او لوړ پوړو چارواکو ملا فضل او ملا خیر الله خیر خوا ته هم د اماراتو په غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې دوشنبې له ورځې راهیسې، په ابوظبۍ، کې د امریکا، طالبانو، اماراتو، سعودي او پاکستان استازي پر افغان سولې په خبرو بوخت دي.

اماراتو ته د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم رسېدلی او ښايي ډېر ژر له طالبانو سره پر سوله مخامخ خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي