۰

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکړې لپاره نوي شرطونه اېښي

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د ورکړې لپاره نوي شرطونه اېښي او وايي دغه هېواد به د مخکنیو پورونو په اړه حساب ورکوي.
د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکړې لپاره نوي شرطونه اېښي
د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د ورکړې لپاره نوي شرطونه اېښي او وايي دغه هېواد به د مخکنیو پورونو په اړه حساب ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه صندوق ویلي پاکستان باید لومړۍ د تېرو پورونو حساب ورکړي او بیا به دغه بانګ پرېکړه کوي، چې دوی ته نوي پوره ورکړي.

د یاد بانک بل شرط دا دی، چې پاکستان به له دې پیسو د چین پورونه نه خلاصوي او همدا راز به د خپلې کلدارې ارزښت را ټيټوي.

دغه راز د پيسو نړیوال صندوق ویلي د پورته شرطونو تر پوره کېدو او ارزونې وروسته تیار دي چې پاکستان ته پور ورکړي.

باید و ویل شي، چې پاکستان په دې وروستیو کې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شوی دی، چې له امله یې د کلدارۍ ارزښت هم خورا ډېر ټیټ شوي دي.

که څه هم د پاکستان حکومت هڅې پيل کړې دي چې له ملګرو هېوادونو او نړیوالو ادارو پورونه واخلي خو دا چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل دی، نو ځکه څوک زړه نه ښه کوي چې پور ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي