محمد عمر داودزی:

سوله نېږدې ده، ډېر ژر به یې معاهدې لپاره کار پیل شي

28 قوس 1397 ساعت 12:53

د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رییس او د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر دواد زی وايي، سوله نېږدې ده او ډېر ژر به یې د معاهدې د لاسلیک لپاره کار پیل شي.


د سولې عالي شورا د دارالانشا نوی رییس او د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر دواد زی وايي، سوله نېږدې ده او ډېر ژر به یې د معاهدې د لاسلیک لپاره کار پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي داودزي دغه څرګندونې نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۸ مه کابل کې د هغه مراسمو پر مهال وکړې، چې د سولې د عالي شورا دارالانشا ریاست ته د ده د معرفۍ په پار جوړ شوي وو.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان د سولې په اړه نړیواله اجماع په کلي صورت رامنځ ته شوې او نړیوال اوس په دې باور دي، چې د افغانستان ۴۰ کلنه ستونزه نور په جګړو نه بلکې سیاسي حل لارې ته اړتیا لري.

ښاغلي داودزي و ویل، چې د سولې لپاره روانې هڅې مثبتې او هیله بښوونکي دي ځکه په وینا یې اوس د ځینو ګاونډیو هېوادونو په پالیسو کې هم د افغانستان په تړاو بدلونونه راغلي دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس زیاته کړه، چې تر څه مودې وړاندې پورې د ځینو ګاونډیو هېوادونو پالیسي د امنیتي دوسیې په شکل و او هڅه یې دا وه، چې د نظامي لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېږي، خو اوس ښکاري، چې په پالیسیو کې یې بدلون راغلی او دوی هم ښايي دې پایلې ته رسېدلي وي، چې باید د سیاسي او اقتصادي دوسیې له لارې افغانستان ته داخل شي.

هغه و ویل« ځینې ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، نظامي مداخله وکړي، وړاندې د پاکستان په پالیسې کې امنیتي دوسیه بهتره نسبت و سیاسي او اقتصادي دوسیې ته زه چې هلته سفیر وم دا هر څه راته معلوم شول، هغه مهال یې ملکي حکومت یوازې د ویاند کار کاوه، او تصمیمونه یې په نظامي مرکز کې نیول کېدل، خو په دې وروستیو کې داسې ښکاري، چې د دغه هېواد پر پالیسې هم تجدید نظر روان دی، تمه ده چې رښتیا شي او د دوستو هېوادونو په شان ملګري شو، دا چې پر پاکستان د امریکا فشار دی، یا یې حکومت بدل شوی خو موږ یې په پالیسۍ کې تغیر وینو، د طالبانو په چلند کې هم بدلون راغلی دی، د سولې اجنډا د هغوی تر منځ هم مطرح شوې ده، او امید دی زیات شي، اوس د ګاونډیانو، طالبانو سیمې او نړۍ په پالیسو کې تغیر راغلی دی، مهمه دا نه ده، چې د کاروان په سر کې و یا پای کې خو سوله مهمه ده او باید ورسره یو ځای شو.»

نوموړي د سولې په اړه و ویل، چې په دې برخه کې اوس ښه پرمختګونه شوي او ډېر ژر ده چې افغان ولس یو داسې زېری واوري، چې دا ۴۰ کاله یې انتظار باسي.

ښاغلي داودزي زیاته کړه«ولس ته یو ښه خبر لرم او هغه دا چې په داډ درته وایم، سوله نېږدې ده او وقعیت امر هم همدا دی، چې سوله نېږدې ده، ډېر ژر به د سولې د مهاهدې د لاسلیک لپاره کار پیل شي، خو داسې هم نه چې په یو څو ورځو یا څو اونیو کې به سوله وشي، بلکې په څو میاشتو کې به انشاالله سوله وشي.»

هغه وړاندې زیاتوي« سوله ډېره نېږدې شوې ځکه اوس بهرنیان هم له موږ سره خبرو کې وايي، چې سوله نېږدې ده او موږ او تاسې باید له سولې وروسته پر داسې پنځه کلنه ستراتېژۍ کار وکړ، تر څو یې پر مټ ټول طالبان زموږ د ټولنې نورمال غړي شي او د دې خبرو په ژنیو کنفرانس کې هم ملاتړ شوی دی.»

د سولې عالي شورا دغه چارواکي و ویل، چې د سولې په اړه نړیواله اجماع شته او د سیمېزې اجماع هڅې هم روانې دي، خو تر ټولو مهمه دا ده، چې موږ د سولې په اړه ملي اجماع ولرو، تر څو یوې تل پاتې او باغزته سولې ته ورسېږو.

د هغه په وینا په داخل کې هم د سولې د راتګ په اړه ملي اجماع شته او ټول وايي، چې سوله دې وشي، خو پر میکانېزم او دا چې سوله قرباني غواړي اجماع نشته چې باید کار ورته وشي.

نوموړي په ورته وخت کې پر ټولو کورنیو اړخونو او سیاسي ګوندونو غږ وکړ، چې د سولې په اړه سره یوه خوله شي او له یوې لارې چې هغه هم د افغانستان حکومت دی د سولې خبرې مخ ته یوسي.

دا خبره د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي هم په یاده غونده کې وکړه او د ځینو سیاسي ګوندونو د چارواکو وروستیو څرګندونو او هڅو ته په اشارې یې و ویل، چې د سولې له پاره باید له یوې مرجع خبرې پر مخ یوړول شي.

د ښاغلي خلیلي په وینا که سیاسي جریانونه ځان ځان ته او حکومت ځان ته د سولې خبرې پر مخ وړي، شونې نه ده، چې سوله دې وشي، بلکې لا به سره وپاشل شي.

د سولې عالي شورا رییس هم و ویل، چې د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې هیله بښنونکي دي او ده په وینا د سولې شورا د هر هغه حرکت چې د هر چا او هر هېواد له خوا وي ملاتړ کوي، چې پر مټ یې افغانستان کې سوله ټينګېدای شي.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه، چې سوله باید باعزته، تل پاتې او د افغانانو په مالکیت تر سره شي او هیله ده، چې نړیوال هم دغه ټکي په پام کې ونیسي.

د سولې عالي شورا چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د اماراتو پلازمېنه اوبوظبۍ کې د امریکا، طالبانو، اماراتو، سعودي او پاکستان د استازو تر منځ پر سوله خبرې روانې دي.

باید و ویل شي، چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی هم اماراتو ته رسېدلی او تمه ده، چې د طالبانو له استازو سره به مخامخ خبرې تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111477

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111477/

جمهور
  https://www.jomhornews.com