۰

د ملکي مامورینو د معاشونو د لوړېدو پالیسي په پرنسیب کې تايید شوه

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۷
د مالیې وزارت وايي، ٩١ سلنه انکشافي بوديجه مصرف شوې او افغان کابینې د ملکي مامورينو د معاشونو د لوړېدو پالیسي په پرنسیب کې تايید کړه.
د ملکي مامورینو د معاشونو د لوړېدو پالیسي په پرنسیب کې تايید شوه
د مالیې وزارت وايي، ٩١ سلنه انکشافي بوديجه مصرف شوې او افغان کابینې د ملکي مامورينو د معاشونو د لوړېدو پالیسي په پرنسیب کې تايید کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د کابينې غونډه د ولسمشرمحمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په خبرپانه کې ویل شوي د یاد وزارت چارواکو د اقتصادي ودې د ستراتېژۍ تطبیقي پلان او د افغانستان د سولې ملي چوکاټ تر چتر لاندې د جينوا کنفرانس د متقابل  حساب ورکولو چوکاټ غونډې ته وړاندې کړ.

خبرپانه وايي، غوندې د مالیې وزارت له راپور ورکولومننه وکړه او جينوا کنفرانس څخه وروسته یې د افغانستان د سولې او پرمختګ ملي چوکاټ د تحقق طرحه تائید کړه.

سرچینه زیاتوي، په دغه غونډه کې وزارتونه او دولتي ادارې دنده وسپارل شوه، چې د مالیې وزارت په همکارۍ د جينوا کنفرانس متقابل حساب ورکولو چوکاټ د اجرا په موخه د وړاندې شوي مهالوېش مطابق اقدام وکړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د ګمرکاتو معین د دې وزارت د۱۳۹۷ مالي کال د عوایدو د وضعیت راپور غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، مالیې وزارت د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ تر ۲۶ نېټې توانېدلی ۱۸۳،۰۳ميلیاردافغانۍ د دولت خزانې ته ورزیاتې کړي چې د ۱۳۹۶ مالي کال په پرتله اته سلنه او د پیسو بین المللي صندوق ټاکلي هدف ته په پام اووه سلنه زیاتوالی ښیي.

دوی د۱۳۹۷ مالي کال د درېیمې ربعې په پرتله د څلورمې ربعې د عوایدو ۲۸ سلنه زیاتوالي او هغو مثبتو لاسته راوړنو یادونه وکړه چې د عوایدو د هدف د تحقق لامل  شوي. دغه راز یې د عوایدو د زیاتوالي پر وړاندې د شته ننګونو د وړاندې کولو ترڅنګ د هغو د رفع کولو لپاره خپل اصلاحي وړاندېزونه هم وکړل.

د کابینې غونډې د۱۳۹۷ مالي کال د عوایدو د راټولولو په اړه د مالیې وزارت د کړنو د قدردانۍ ترڅنګ د دې وزارت راپور او  وړاندېزونه تائید کړل، اړوند وزارتونه او ادارې یې موظفې کړې چې د عوایدو د زیاتولو پر وړاندې د موجوده ننګونو د رفع کولو په خاطر هراړخیز اقدامات وکړي او د مالیې وزارت په همکارۍ دې د عوایدو واضح پلان ترتیب کړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست او د دې وزارت مالي معین د۱۳۹۷ مالي کال د بودجې د مصرف راپور غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، د روان کال د لېندۍ تر ۲۶ نېټې پورې د۱۳۹۷ مالي کال له انکشافي بودجې څخه ۱۲۴،۳۵۵ میلیارد افغانۍ مصرف شوي چې دا د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه مصرف او د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

د مالیې وزارت مالي معین وویل، ۱۹ دولتي بنسټونو خپله انکشافي بودجه تر ۹۰ سلنې زیاته مصرف کړې چې د مصرف شوې انکشافي بودجې سطحې ته په پام فوایدعامې او کلیو پراختیا وزارتونه، د افغانستان برېښنا شرکت، عامې روغتیا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه د انکشافي بودجې د مصرف له نظره په لوړه سطحه کې قرار لري.

نوموړي دغه راز د ۱۳۹۸ مالي کال (د ټاکنو کال) لپاره د ۲۰۱۴ کال په څېر د مالي بحران د مخنیوي په خاطر هم غونډې ته وړاندېزونه وکړل.

دکابینې غونډې دبودجې په مصرفولوکې دوزارتونواودولتي اداروکړنوڅخه په مننې،دانکشافي بودجې مصرف کې زیاتوالی په دولتي اداروکې دکیفي بدلون اوداصلاحاتوښودونکی وباله. اومالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د۱۳۹۷کال دبودجې پربنسټ د۱۳۹۸مالي کال دپیل لپاره دبودجې داجراءپه برخه کې اقدامات وکړي اودکابینې غونډوته دې دبودجې دمصرف له مخې دمیاشتنۍبودجې دمصرف پربنسټ دغوره اوضعیفواداروراپوروړاندې کړي.

ورپسې،دمالیې وزارت سرپرست اوددغه وزارت دمالياتواو اقتصاددپالیسۍعمومي  رئیس د ملکي کارکونکودمعاشونودمدیریت پالیسي غونډې ته وړاندې کړه. دغه پالیسي به دمعاشونوزیاتوالی دکارکونکودوړتیاوواوتخصص له مخې تنظیم کړي چې ددغې طرحې مطابق درتبوجوړښت او معاش به دمعاشونوواحد دملا دتیرپه توګه د ملکي کارکوونکوټولو بستونو دطبقه بندۍ لپاره ادامه ومومي.

د دغې پالیسۍله مخې دمعاشونو دورکړې موازي جوړښتونه دکدري معاشونودایجادپه لړۍپه تدریجي ډول له منځه تللي اوامتیازات به په منطقي ډول توزیع شي اوکدري امتیازونه به تخنیکي اومسلکي ډلو،دوړتیاووامتیازات غیرتخنیکي اومسلکي کارکوونکواوغیرمشروط زیاتوالی دټیټې کچې کارکوونکولپاره په پام کې نیول شوی چې ددغې طرحې په تطبیقولوسره په دندوکې هېڅ ډول تنقیص نه دی راغلی اودکارکوونکوحقیقي معاش په دندوکې دوړتیاووکمښت سره کمېږي.

دکابینې غونډې یاده پالیسي په پرنسیب کې تائیداودمالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې دغه پالیسي دکابینې دغړوپه مشوره تصحیح اودعمل پلان یې ترتیب کړي.

په همدې ترتیب،دمالیې وزارت سرپرست اودپوهنې وزارت دعمومي تعلیماتومعین دسولې نسوان خصوصي لېسې لپاره دځمکې اجاره کولود څرنګوالي راپور غونډې ته وړاندې اوپیشنهادیې وکړچې په پام کې نیول شوې ځمکه دې دپوهنې وزارت له خوا ياد ښوونځي ته په اجاره ورکړل شي چې دکابینې لخواتصویب شوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي